صبا خپرونديه ټولنه يو فرهنګي، ټولنيز او غير انتفاعي سازمان دى، چې له همدې لارې د افغاني ټولنې د فرهنګي پراختيا او په افغانستان كې د يوه سوكاله، ډاډمن او با عزته ژوند په جوړولو كې مرسته كوي.
صبا په ګران افغانستان كې د آزادو مطبوعاتو د ودې او د موجود ظرفيتونو د ارتقا او پرمختګ په موخه جوړه شويده .
صبا هوډمنه ده چې د آزادو مطبوعاتو د پرمختګ او استحكام په خاطر په لومړى قدم كې ودريږي او د فرهنګي بيا رغاونې په كار كې خپلې هلوځلو ته په پرله پسې توګه ادامه وركړي.
ددې ټولنې فرعي څانګې دا دي: چاپي خپرونې،سبا تلويزيون، نوا راډيو او ويب پاڼه.
دغه ټولنه د ملي او محلي ګډ فعاليت په ترسره كولو سره خپلو ټاكل شو اهدافو ته ځان رسوي.
په همدې توګه صبا غواړي د سيالو نړيوالو سازمانونو سره د همدې سپيڅلي هدف د تر سره كولو په خاطر خپل وړانديزونه سره شريك او په ګډه توګه هڅه او هاند وكړي.
Add Comment (0)










